Jan 29, 2023 15:49 Asia/Kabul

د تهران راډیو د هیندارې خپرونې درنو اوریدونکو! په دې خپرونه کې په افغانستان کې د لوړو زده کړو بهیر اړوند بحث کړی. د خپرونې کوربه: عطاالله خوږیاڼی د خپرونې میلمانه : د تېر حکومت د قبایلو او سرحدونو چارو پخوانی وزیر محمد ګلاب منګل د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیا،الله هاشمي او په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې د نشراتو رئیس محمد کریم ناصري

په افغانستان کې د تحول وروسته یو ادرس چې د طالبانو له واکمنۍ تر اوسه پورې ډیر وخت د خبرونو سر ټکی وي، هغه د لوړو زده کړو وزارت دی.

د طالبانو د واکمنۍ په دېرشمه ورځ د دوی د لوړو زده کړو وزارت له لورې په خصوصي پوهنتونونو کې د نارینه او ښځينه محصلانو د بېلولو سپارښتنه وشوه.

هغه مهال په لومړیو کې د نارینه او ښځينه محصلانو تر منځ په ټولګیو کې پردې واچول شوې، بیا ټولګي ورته بېل شول او بلاخره ورځې ورته وویشل شوې چې کومه ورځ نجونې ځي، هلکان به نه ځي‌ او که هلکان ځي نو نجونې به نه ځي

د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په لومړۍ اوونۍ کې د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه پیل شوه خو دا لومړی ځل و چې نجونو ته د پوهنځيو انتخاب محدود شوی و.

د کرنې، وترنري،‌ ساختماني انجينري او د کانونو برخه ځینې هغه رشتې وې چې په یو شمېر سیمو کې د کانکور ښځينه ګډونوالو نه شوې ټاکلی.

تر دې شاوخوا دوه اوونۍ وروسته طالبانو په کابل پوهنتون کې داسې خبرتیاوې وځړولې چې ښځينه زدکړیالانې پکې د کرنې، سوداګرۍ، کمپيوټر ساینس او انجينري په څېر څانګو کې له ماسټري کولو هم منع شوې وې

. د ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستۍ میاشت ښځينه محصلانې له پوهنتون بهر له فراغت نمانځلو منع کړای شوې.

 همدا راز ورته ویل شوي چې تر ښځينه استادانو پرته یې په محفل کې نارینه استادان او ان د کورنۍ نارینه غړي هم ګډون نه شي کولای او که کوم نارینه استاد یې غونډې ته ورغی نو له دندې به ګوښه او د دوی د فراغت اسناد به وځنډول شي

د ۲۰۲۲ میلادي کال د وروستۍ یا دسمبر میاشتې ۲۱ مه هغه ورځ وه چې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت د نجونو پر مخ ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه هم تر "امر ثاني" وتړل او دوی یې له لوړو زدکړو هم منع کړې.

په ۲۰۲۳م کال کې د جنورۍ په ۹مه د لوړو زده کړو وزارت له لورې خصوصي پوهنتونونو ته سپارښتنه شوې چې د کانکور په ازموینه کې نجونو ته د ګډون حق ورنکړي، هم مهاله ویل کیږي چې هغه پوهنتونونو ته چې د کانکور په ازموینه کې ورته نجونې بریالۍ شوي، سپارښتنه شوې چې پوهنځیو کې د زده کړو په موخه د هغوی ثبت نام ونکړي.

سوال دادی چې په افغانستان کې به د لوړو زده کړو بهیر بالاخره څه ډول مخکې ځي او اوسنۍ پرېکړې به کومې پایلې ولري.

په همدې موضوع د تهران غر راډیو د هندارې خپرونه ځآنګړې شوې ده.

د تهران راډیو د هیندارې خپرونې درنو اوریدونکو!

په دې خپرونه کې په افغانستان کې د لوړو زده کړو بهیر اړوند بحث کړی.

د خپرونې کوربه: عطاالله خوږیاڼی

د خپرونې میلمانه : د تېر حکومت د قبایلو او سرحدونو چارو پخوانی وزیر محمد ګلاب منګل

د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیا،الله هاشمي

او په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې د نشراتو رئیس محمد کریم ناصري

 

ټیګونه