طالبانو د پاکستان په حکومت نیوکه وکړه
شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي د پيښور د ترهګرې بم چاودنې په هکله د طالبانو د رټلو په خاطر د پاکستان په حکومت نیوکه وکړه.
په تیرې دوشنبې ورځ د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په پیښور ښار کښې په یوه جومات کښې په ترهګرې بم چاودنې کښې تراوسه یوسل یو(۱۰۱) کسان وژل شوي او څه د پاسه یوسل شپیته نور ژوبل شوي چې ځینې پکښې مرګي حاله دي.
د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي نن وویل پاکستان باید د پیښور په جومات کښې د بم چاودنې په خاطر په افغانستان باندې نیوکه ونکړي.
امیر خان متقي د افغانستان د امنیتي مشکلاتو جرړه په داخل کښې وبلله او زیاته یې کړه د اسلام اباد لخوا د افغانستان د طالبانو ګرم بلل سم کار نه دی.
د طالبانو د خارجه وزیر امیر خان متقي دغه څرګندوڼې په داسې حال کښې دي چې څه موده مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ویلي وو مونږ داسې سندونه لرو چې ښودنه کوي په پاکستان کښې ترهګرې حملې د افغانستان په خاوره کښې پلانیږي.
پاکستان په ځلونو ادعا کړي ده چې د افغانستان خاوره د اسلام اباد پرضد استعمالیږي داسې ادعا چې طالبانو تل هغه دروغ ګڼي.