په بلخ کې د ټوکر جوړولو نساجۍ کارخونه په بشپړ ډول بیا فعالېږي
(last modified Wed, 30 Oct 2024 07:42:05 GMT )
Oct 30, 2024 12:12 Asia/Kabul
  • په بلخ کې د ټوکر جوړولو نساجۍ کارخونه په بشپړ ډول بیا فعالېږي

د بلخ ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د دې ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ټوکر جوړولو نساجۍ کارخونې د بیارغونې چارې ۹۵ سنله بشپړې شوې دي.

د چارواکو په خبره، دغه تولیدي دولتي فابریکه، چې له نن څخه ۳۳ کاله وړاندې غیرفعاله شوې وه او په دې موده کې يې ډېری برخې ویجاړې او د خلکو له‌خوا یې ماشینونه او پرزې لوټ شوې وې؛ خو اوس یې د فعالولو هوډ لري.

د بلخ ولایت د نساجۍ فابریکې چارواکو ویلي، چې دغه فابریکه د پنبې پروسس او د ټوکر جوړولو په برخه کې ۸۰۰ ماشینونه لري، چې له ډلې یې، د درې میلیونه افغانیو په لګښت ۲۰۰ ماشینونه فعاله کړې، چې ورسره سم به پکې شاوخوا دوه زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

ټیګونه