طالبانو له سیاسي مسائیلو سره د مرستو په اړوندولو نیوکه وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت سرې میاشتې یعني هلال احمر له سیاسي مسائیلو سره د نړیوالو مرستو مرتبط کول د افغانستان له خلکو سره بې عدالتۍ وبلله.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د سرې میاشتې د ټولنې مشر «مطیع الحق خالص» په یوه ویډیو پیغام کښې د واورو او د ساړه له کبله د خلکو د مړینې د وروستیو شمیرنو په اعلانولو سره وویل په افغانستان کښې سږ کال د ژمي په موسم کښې د سخت ساړه له کبله یوسل پینځه اویا کسان مړه شوي او پینځه دیرش نور ژوبل شوي هم دي.
هغه وویل په افغانستان کښې د واورو او د ساړه له کبله اته زره(۸۰۰۰) څاروي هم له مینځه تللي دي او همدااوس څه د پاسه لس میلیونه خلک چې له سخت ساړه سره مخ دي بشر دوستانه مرستو ته ضرورت لري.
د طالبانو د حکومت د سرې میاشتې د ټولنې مشر مولوي مطیع الحق خالص وویل مونږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د دغه انساني غمیزې په وړاندې په خپل مسوولیت باندې عمل وکړي او بشر دوستانه مسائیل له سره مه اړوندي ځکه چې دا د افغانستان له خلکو سره یوډول بې عدالتۍ ده.
د سره صلیب نړیوالې کومیټۍ هم په خپل نوي پیغام کښې خبرداری ورکړی سړې هواد د افغانستان د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.