د طالبانو حکومت د مسکو په غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې
راتلونکې اوونۍ کې په مسکو کې د افغانستان په هکله د سیمې د هیوادونو د امنیت شورا د سلاکارانو په کچه یوه غونډه تر سره کیږي چي د طالبانو د حکومت چارواکو ته د ګډون بلنه نه ده ورکول شوي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد افغان رسنیو ته ویلي: مونږ تمه لرو چې په دغې غونډه کې د افغانستان د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په هکله هم خبرې وشي.
هغه د مسکو د غونډې له جوړوونکو هیوادونو غوښتنه کړې چې، دغې غونډې ته د طالبانو د سرپرست حکومت استازی هم وروغواړي.
تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له ټاس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان په تړاو د مسکو په غونډه کې به د مرکزي آسیا هېوادونه، چین، هند، پاکستان او ایران هم ګډون کوي.
د طالبانو د حکومت د دغه غوښتنې په وړاندې لا روسیه کوم غبرګون نه ده ښودلې.