د طالبانو په مشرانو کښې د اختلاف ادعا دروغ ده
د طالبانو د حکومت ویاند د دغې ډلې په حکومتي چارواکو کښې د اختلاف د خبرونو په ردولو سره دا ډول پروپاګنډاوې د بهرنیو دښمنانو کار وباله
د طالبانو د مشرانو ترمینځ د اخلاف په هکله ګونګوسې، تیره اونۍ په خوست ولایت کښې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني له وینا وروسته زیاتې شوې. هغه ویلي وو: د افغانستان خلک له روانو حالاتو راضي نه دي.
په دې لړ کښې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح ا... مجاهد وویل: هغه بهرني عوامل چې په طالب مشرانو کښې د نفاق اچولو په لټه کښې دي هغو د هغوي له بیانیو ناوړه استفاده کوي او پروپاګنډاوې خپروي، دا ارمان به ګور ته یوسي.
دا په داسې حال کښې دي چې د طالبانو د کابینې مرستیال عبدالسلام حنفي هم د نجونو په زده کړې باندې په بندیز په تلویحي نیوکې سره ویلي وو: د یو مسئول دنده یوازې ممنوع کول او بندیز لګول نه دي.
هم داشان د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او د انرجۍ او معدنونو وزیر شهاب الدین دلاور هم له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو د وتنې د کلیزې په مناسبت غونډه کښې په خپلو ویناؤ کښې د افغانستان د خلکو غوښتنې ته پر پاملرنې ټینګار کړی و.