د افغانستان صادرات زیات شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128580-د_افغانستان_صادرات_زیات_شوي_دي
په روان کال کښې د افغانستان صادرات د تیر کال په پرتله ۸۵ فیصده زیات شوي دي.
(last modified 2023-02-25T23:33:49+00:00 )
Feb 26, 2023 04:01 Asia/Kabul
  • د افغانستان صادرات زیات شوي دي

په روان کال کښې د افغانستان صادرات د تیر کال په پرتله ۸۵ فیصده زیات شوي دي.

د افغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د موقته حکومت د صنعت او تجارت وزیر پرون وویل چې د افغانستان صادرات سږ کال په ۸۵ سلنه زیاتوالي سره ۱ میلیارډ او ۸۰۰ میلیونو ته رسیدلي دي.

د طالبانو د حکومت د تجارت وزیر په دې خبرې سره چې د افغانستان د صادراتو اندازه په اول ځل له وارداتو زیاته شوې ده، وویل: ترټولو زیاته تجارتي مبادله مو له پاکستان سره لرلې ده.

نور الدین عزیزي هم داشان وویل چې د افغانستان په صادراتي شیانو کښې زیاتره د ډبرو سکاره، میوې او وچې میوې شاملې دي.

په عین حال کښې د طالبانو د حکومت د مالیې وزیر وویل چې په تیرو ۱۰ میاشتو کښې د ۱۲ میلیارډ او ۱۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲.۷ میلیون ټنه د ډبرو سکاره د هیواد له ګمرکاتو څخه صادر شوې دي.