په افغانستان کې سوله او ټیکاو ملي خبرو ته اړتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129542-په_افغانستان_کې_سوله_او_ټیکاو_ملي_خبرو_ته_اړتیا_لري
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسون ویلي، په افغانستان کې سوله او ثبات پراخ او باوري ملي خبرو ته اړتیا لري.
(last modified 2023-03-15T05:30:57+00:00 )
Mar 15, 2023 09:58 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې سوله او ټیکاو ملي خبرو ته اړتیا لري

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسون ویلي، په افغانستان کې سوله او ثبات پراخ او باوري ملي خبرو ته اړتیا لري.

د هغه په خبره، په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره باید داسې سیاسي سیستم رامنځته شي چې د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.

نوموړي پر ټوېټرپاڼه په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې په دغه هېواد کې د ملګرونو ملتونو د ځانګړي ریپورټر، یوناما او نورو پر حقایقو ولاړو بنسټونو له لوري د وضعیت څارنه مهمه ده.

په همدې حال کې د هېواد پخواني جمهور رییس حامد کرزي هم تېره ورځ له یو شمېر هېوادوالو سره په لیدنه کې د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو پر پیل ټینګار کړی.