ملګري ملتونه وایی طالبانو زمونږ تمې ندي پوره کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129688-ملګري_ملتونه_وایی_طالبانو_زمونږ_تمې_ندي_پوره_کړي
په دغه پریکړه لیک کې د دغې شورا د تمې وړ په نه پرمختګونو اندیښنه څرګنده شوی ده .
(last modified 2023-03-18T04:18:35+00:00 )
Mar 18, 2023 08:47 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه وایی طالبانو زمونږ تمې ندي پوره کړي

په دغه پریکړه لیک کې د دغې شورا د تمې وړ په نه پرمختګونو اندیښنه څرګنده شوی ده .

 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پرېکړه لیک کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د دغه سازمان (یوناما) ماموریت د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې غځول شوی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۶۷۸ نمبر پریکړه لیک تصویب کړ او په افغانستان کې یې د یوناما کار د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې وغځاوه.په دغه پریکړه لیک کې د دغې شورا د تمې وړ په نه پرمختګونو اندیښنه څرګنده شوی ده .

امنیت شورا ندی ویلی چی د افغانستان له دولته یې کومې خاصې تمې درلودلی خو ملګروملتو تل د میرمنو د زده کړو او کار په شمول د بشری حقوقو په احترام  ، پراخ بنسټه دولت جوړیدا او نورو هیوادونو پرضد د افغانستان له خاورې استفادې باندې ټینګار کړی دی .