ملګري ملتونه وایی طالبانو زمونږ تمې ندي پوره کړي
Mar 18, 2023 08:47 Asia/Kabul
په دغه پریکړه لیک کې د دغې شورا د تمې وړ په نه پرمختګونو اندیښنه څرګنده شوی ده .
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پرېکړه لیک کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د دغه سازمان (یوناما) ماموریت د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې غځول شوی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۶۷۸ نمبر پریکړه لیک تصویب کړ او په افغانستان کې یې د یوناما کار د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې وغځاوه.په دغه پریکړه لیک کې د دغې شورا د تمې وړ په نه پرمختګونو اندیښنه څرګنده شوی ده .
امنیت شورا ندی ویلی چی د افغانستان له دولته یې کومې خاصې تمې درلودلی خو ملګروملتو تل د میرمنو د زده کړو او کار په شمول د بشری حقوقو په احترام ، پراخ بنسټه دولت جوړیدا او نورو هیوادونو پرضد د افغانستان له خاورې استفادې باندې ټینګار کړی دی .
ټیګونه