په مزارشريف کې د نوروز لمانځلو په اړه پرېکړه نه ده شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129798-په_مزارشريف_کې_د_نوروز_لمانځلو_په_اړه_پرېکړه_نه_ده_شوې
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګی او هنری څانګې مشر ذبیح ا... آریایی وویل په مزارشریف ښار کې د نوي لمریز کال د رارسیدو په مناسبت تر اوسه د نوروز د مراسمو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
(last modified 2023-03-19T20:59:02+00:00 )
Mar 20, 2023 01:27 Asia/Kabul
  • په مزارشريف کې د نوروز لمانځلو په اړه پرېکړه نه ده شوې

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګی او هنری څانګې مشر ذبیح ا... آریایی وویل په مزارشریف ښار کې د نوي لمریز کال د رارسیدو په مناسبت تر اوسه د نوروز د مراسمو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

دافغانستان د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، چې په مزارشريف کې د نوروز د نمانځلو په اړه تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې.

افغان غږ خبری آژانس –وایی د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګی او هنری څانګې مشر ذبیح ا... آریایی  وویل په مزارشریف ښار کې د نوي لمریز کال د رارسیدو په مناسبت تر اوسه د  نوروز د مراسمو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

خو هغه زياته کړه، چې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د مشاعرې او نندارتون د جوړولو پلان لري، خو تر اوسه د دې غونډې د جوړېدو نېټه نهايي شوې نه ده.

آريايي ټينګار وکړ چې اوسمهال له بهر څخه هم يو شمېر مېلمانه مزارشريف ته راغلي، خو معلومه نه ده چې د نوروز د پروګرامونو لپاره راغلي دي او که د بلخ ولايت د لرغونو سيمو د ليدنې لپاره.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له سلطی مخکې هر کال د نوروز په لومړۍ ورځ د حضرت علي (ع) په زیارت کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو په شتون سره دودیز مراسم ترسره کیدل او بیرغ پورته کیدل او د مزارشریف ښار په زړه کې دا بیرغ د څلویښتو ورځو لپاره پورته وو.