افغانستان کښې باید پراخ بنسټه حکومت جوړ شي
(last modified Fri, 05 May 2023 22:49:03 GMT )
May 06, 2023 03:19 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې باید پراخ بنسټه حکومت جوړ شي

شفقنا خبري اژانس راپور ورکړی د هندوستان د روسیې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د شانګهايي د ملګرتیا موسسې په غونډه کښې په افغانستان کښې د ټولشموله حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ، د روسیې د باندنیو چارو وزیر  سرګي لاوروف او د هندوستان خارجه وزیر سوبر همانیام جی شنکر پرون د شانګهايي د  ملګرتیا په کانفرنس کښې  په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه او په طالبانو یې غږ وکړ چې د افغانستان د ټولو خلکو د حقوقو احترام وکړي.

د هندوستان خارجه وزیر وویل د افغانستان حالت هماغه راز زمونږ د توجه مرکز دی او زمونږ هڅې باید د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره ووسي.

سوبر همانیام جی شنکر وویل د هندوستان لومړیتوب افغانستان ته د بشر دوستانه مرستو ورکول ، هلته د یوه حقیقي پراخ بنسټه حکومت جوړیدل ، له ترهګرۍ او نشه ئیزو موادو سره مبارزه او د اقلیتونو ، ماشومانو او د ښځو د حقوقو احترام کول دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم په دغه غونډې کښې یوځل بیا په افغانستان کښې د ټولشموله حکومت په جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل رورسه د افغانستان امنیتي حالت ، ترهګر ګواښونه ، د نشه ئیزو موادو قاچاق او بشري حقوق تر څارنې لاندې لري.

د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري هم وویل مونږ باوري یوو چې افغانستان په موجودو چیلنجونو سربیره نوي فرصتونه هم لري او هغه د توضیحاتو له وړاندې کولو پرته هیله وکړه چې په افغانستان کښې د  تیر وخت غلطیانې تکرار نشي.