ډېر ژر به په کور دننه د تولیدوونکې کافي برېښنا څښتنان شو
د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، چې افغانان به ژر په کور دننه د تولید شوې کافي برېښنا څښتنان واوسي او طالبان د ټولو صنعتګرو ترڅنګ ولاړ دی او هر ډول ملاتړ یې خپل مسئولیت ګڼي.
د پژواک د خبر له مخې، د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال دغه څرګندونې پرون «د کابل نړیوال نندارتون» په پرانیستغونډه کې وکړې.
یاد نندارتون پرون (پنجشنبه) کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازارموندنې، د ملي پانګهوالو ملاتړ، د سوداګرو ترمنځ اړیکو جوړولو او هېوادوالو ته د کورنیو محصولاتو او تولیداتو ورپېژندلو په موخه، په کابل کې پرانیستل شو چې پنځه ورځې به دوام کوي.
ملا عبدالغني برادر د یاد نندارتون په پرانیستغونډه کې وویل چې صنعت او تولید د هېواد په اقتصادي وده کې د ملا د تېر حیثیت لري.
نوموړي زیاته کړه: «الحمدالله د طالبانو په راتګ سره د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اساسي ګامونه اخیستل شوي، دا چې د صنعت او تولید لپاره برېښنا اړینه ده، له همدې ځایه ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول صنعتکارانو ته زېری ورکوم چې ژر به په کور دننه د تولید شوې کافي برېښنا څښتنان واوسو.»
هغه وویل، طالبان د ټولو صنعتګرو ترڅنګ ولاړ دی او هر ډول ملاتړ یې خپل مسئولیت ګڼي.
د یادونې ده، په یاد نندارتون کې ۵۵۰ تولیدي فابریکو په ۵۵ بېلابېلو برخو کې خپل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.