د افغانستان په بغلان ولايت کښې درې تاريخې سيمې موندل شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132968-د_افغانستان_په_بغلان_ولايت_کښې_درې_تاريخې_سيمې_موندل_شوې_دي
د‌ بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست او ګرځندوی آمريت له خوا د ياد ولايت په مرکز )پلخمري( کې يو شمير تاريخې ځايونه کشف شوي چي يوه کلا او دوه تپې په کښې شامل دي.
(last modified 2023-05-16T07:45:19+00:00 )
May 16, 2023 12:13 Asia/Kabul

د‌ بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست او ګرځندوی آمريت له خوا د ياد ولايت په مرکز )پلخمري( کې يو شمير تاريخې ځايونه کشف شوي چي يوه کلا او دوه تپې په کښې شامل دي.

له سیمې زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې کريمداد رحيمې د ياد ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د فرهنګ او ګرځندوی آمريت د کلتوري ميراثونو د ساتنې مدير رسنيو ته ویلي چي د پلخمري په (شيخ علي) ساحه کې د (خاکي تپه) په (پوزه ايشان) ساحه کې يې کهنه کلا او په حسن خېلو ساحه کي يې د (عمر خېلو) تپه کشف کړي ده .

مولوي عزت مير حقاني د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د فرهنګ او ګرځندوی آمر زياته کړه چي یاد تاريخې ځايونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د لرغونپوهانو د تحقيقاتو په پايله کي کشف شوي دي .

ويل کېږي چي د (خاکي او عمرخېلو) د تپو تاريخ تر اسلام د مخه زمانو پوري او د کهنه قلعي تاريخ د کوشانيانو په دوري پوري تړاو لري.

له دې وړاندې هم د افغانستان په بغلان ولايت کې داسلامي دورې یوه تاریخ لرونکې (کلا) کشف شوې وه .