د لوی اختر په مناسبت په افغانستان کې ۲۱۷۸ بندیان خوشې شول
Jun 28, 2023 08:36 Asia/Kabul
د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره د لوی اختر په مناسبت د ۲۱۷۸ بندیانو د خلاصون او د یو شمېر نورو بندیانو د بند موده کمه اعلان کړې.
د افغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانون سترې محکمې د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان له زندانونو څخه د یو شمېر بندیانو د خلاصون حکم صادر کړی.
په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان له زندانونو څخه ٢١٧٨ تنه خوشې شوي دي.
د سترې محکمې د اعلامیې له مخې، د دغو کسانو خوشې کول د طالبانو د رهبرۍ او د رئیس الوزرا د دفتر، د سترې محکمې د رئیس په حکم شوي دي.
د طالبانو سترې محکمې هم ویلي چې د ۴۸۹ نورو بندیانو د بند موده کمه شوې ده.
ټیګونه