امریکا او داعش دافغانستان او ایران دخلکو او حکومتونو ګډ دښمنان دي
دننګرهار دعلماو شورا مشر شیخ حضرت جان په جلال اباد کې د ایران اسلامي جمهوریت دسرکونسل مجید صادقی دولت ابادی سره په ګډه ناسته کې وویل امریکا او داعش د افغانستان او ایران اسلامي جمهوریت د خلکو او حکومتونو ګډ دښمن دی او ددې ګډ دښمن پر وړاندې هر ډول مبارزه د دواړو هیوادونو او خلکو شریک مسولیت دی .
شیخ حضرت جان وویل سربیره پر دې ایران او افغانستان نور ګڼ مشترکات لري او په دا ډولو ناستو سره نه یوازی داچې د حکومتونو تر منځ کاري اړیکې مضبوطې او پراخیږي بلکې د خلکو تر منځ هم نږدیوالی رامنځته کیږي،دننګرهار دعلماو شورا ریس وویل دا ناسته به ددواړو هیوادونو دعلماو تر منځ د اړیکو ټینګیدو او دمذهبونو تر منځ د نږیدوالي لامل هم شي . هغه وویل دافغانستان ختیزه حوزه د خپل جغرافیایی موقعیت له مخې د پلازمینې کابل کیلي ده او څومره چې په دې سیمه کې ګډ کار او همکاري ترسره شي هومره به یې نښې په کابل کې محسوسې شي. په جلال اباد کې د ایران اسلامي جمهوریت سرکونسل مجید صادقي دولت ابادي پردې ناستې خوښي وښوده ویې ویل علما په افغاني ټولنه کې د ډیر درناوي وړ دي .
هغه وویل هڅه یې داده چې څومره کولای شي ددواړو هیوادونو ددیني علماو تر منځ د اړیکو په ټینګدیدو او پراختیا کې رول ولوبوي. ښاغلي صادقي وویل که څه هم چې دافغانستان ختیزه حوزه له ایران نه په خورا لرې واټن کې موقعیت لري خو دایران په خلکو او حکومت کې ددې سیمې لپاره ځانګړی درنښت موجود دی. هغه وویل په ایران کې هم داسلامي انقلاب له لارې یو پیاوړی حکومت منځ ته راغلی او ایران چمتودی چې په دې برخه کې له اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د علماو له شورا ګانو سره خپلې تجربې شریکې کړي نوموړي همدا راز وویل هیله لري دننګرهار دعلماو شورا ریس داسلامي یووالي په نړیوال کنفرانس کې چې په نږدې راتلونکې کې په ایران کې جوړیږي ووینې ،ښاغلي مجید صادقي دولت ابادي وویل څومره چې ددواړو هیوادونو تر منځ په بېلابېلو برخو په ځانګړي توګه د مذهبونو تر منځ اړیکې او نږدیوالی موجود وی ددواړو هیوادونو ګډ دښمن ته به د بیا لاسوهنې او واکمنیدو فرصت په لاس ورنه شي.هغه وویل هیواد یې چمتو دی چې دعلماو له شورا سره په بېلابېلو برخو کې دهغوې دغوښتنې له مخې مرستې ترسره کړي