د عاشورا مراسمو لپاره پوره امنيتي تدابير نيول شوي
Jul 25, 2023 08:32 Asia/Kabul
د عاشورا ورځې په رانږدې کېدو سره د کابل د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي، چې د عاشورا د مراسمو نمانځنې لپاره يې کلک امنيتي تدابير نيولي دي.
د هېواد ورځپاڼې د خبر له مخې، دوی رسنيو ته ويلي، چې د محرم په شپو او ورځو کې د کابل ښار د امنيت ټينګښت لپاره د امنيتي بنسټونو او د اهلتشيع د مشرانو ترمنځ يو ګډ کمېسيون هم جوړ شوی دی.
په ورته مهال د اهلتشیع يوشمېر عالمان د کابل ښار په لوېديځ کې د جوماتونو او تکيهخونو د امنيت ټينګښت په برخه کې د طالبانو له امنيتي ځواکونو مننه کوي او ورڅخه غواړي، چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.
د يادونې وړ ده چې د عاشورا مراسم هرکال د هېواد د پلازمېنې کابل په ګډون، په نورور ولايتونو کې هم په ځانګړو امنيتي تدابيرو سره ترسره کېږي.
ټیګونه