د افغانستان روغتیایي برخه له خطر سره مخامخ ده
(last modified Sat, 19 Aug 2023 07:18:33 GMT )
Aug 19, 2023 11:48 Asia/Kabul
  • د افغانستان روغتیایي برخه له خطر سره مخامخ ده

صدای افغان خبري اژانس راپور راکړی د روغتیا نړیوالې موسسې ډبلیو ایچ او(WHO) وویل د بوجې کمښت به د افغانستان د روغتیا برخه له جدي خطر سره مخامخ کړي.

د ملګروملتونو د روغتیا د نړیوالې موسسې ډبلیو ایچ او مشر «ټیډروس اډهانوم ګبریسوس» په یوه راپور کښې په افغانستان کښې د روغتیا د حالت په خراب بللو سره وویل چې د دغه ادارې له کارکونکو د ملاتړ لپاره د سرچینو او د بودجې کمښت د بې شمیره کسانو ژوند په خطر کښې اچولی دی.

هغه وویل د افغانستان  ماشومان او ښځې زیات تاوایني ویني او له هیوادونو یې وغوښتل چې په سخاوت سره مرسته وکړي چې وکولای شو په افغانستان کښې د خلکو د ژغورنې کار ته دوام ورکړو.

په افغانستان کښې د روغتیا د نړیوالې موسسې استازي لو ډاپنګ هم د دغه هیواد د روغتیايي نظام لپاره د بودجې په کمښت باندې د اندیښنې په څرګندولو سره وویل په افغانستان کښې حالت اندیښمونکی دی او سمدستي توجه ته ضرورت لري.