د افغانستان طالبانو د فارسۍ ژبې ملاتړ وکړ
فارس خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت یوه چارواکي د فارسۍ ژبې د ملاتړ کولو په ترڅ کښې دغه ژبه د علم ژبه وبلله.
د طالبانو د ځوانانو د وزارت مرستیال محمد یونس راشد په تیرو دوو کلونو کښې د دغه ډلې له نورو چارواکو سره په متفاوتې وینا کښې وویل فارسۍ ژبه د علم ژبه ده او په هغه افتخار کوو.
د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي هم څه موده مخکې ویلي وو چې دغه ډلې د افغانستان د خلکو ترمینځ د وحدت او د یوزړه توب د رامینځته کولو لپاره خپله ټوله هڅه کړي ده او هیڅ چا ته د تفرقې د اچولو اجازه نه ورکوي.
په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته دغه ډلې د هیواد د پوهنتونو او د ځینو ادارو له دروازو څخه د فارسۍ ژبې ټکي حذف کړل.
د افغانستان د شاعرانو، خبریالانو ، لیکوالو او کلتوري شخصیتونو په شمول د هیواد ښاریزو د طالبانو دغه اقدام ته پراغ غبرګون ښودلی دی.
څه موده مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او د کلتور وزارت د ځوانانو د چارو مرستیال محمد یونس راشد هم ویلي وو چې افغانستان د فارسۍ ژبې ادبیاتو ته ضرورت نلري او ضروري نه ده چې مونږ فارسۍ ژبه او د هغې ادبیات زده کړو.