د قدس ځواک به د صهیونزم تر نابودۍ پورې د حزب الله تر څنګ وي
د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان د لبنان دحزب ا... د نوي عمومی منشي د ټآکل کیدا په باب په مبارکۍ وئیلو سره ووئیل، د سپاه پاسدارانو قدس ځواک به د صهیونزم د شجره خبیثه د ریښې تر ایستلو او د فلسطین او قدس تر آزادۍ پورې د حزب ا...ترجنګ ولاړ وي.
سحاب چینل د ایرنا له قوله را پور ورکړی، د قدس ځواک قوماندان سردار اسماعیل قاآنی د لبنان د حزب ا... نوی عمومی منشي شیخ نعیم قاسم ته په یوه پیغام کې د ستر مجاهد شهید حسن نصر ا... دلوړ مقام د ستاینې او تل پاتې خاطرې او د سید هاشم صفی الدین د سرښیندنې او شجاعت د احترام او یاد او د د مقاومتی چورلیز د نورو شهیدو مبارزانو قوماندانانو د شجاعت او میړانې په یاد اودرنښت سره چې د صهیونسټي ورانکار چینل په جنایتونو کې شهیدان شوي دي ، ووئيل،د جنابعالی په مدیریّت او رهبرۍ سره د شهیدانو د نوراني او جهادي لاره په لا چټکتیا او میړنتوب او هوښیارۍ سره دوام ومومي او د خونخوار صهیونسټي رژيم خوبونه به ورک کړي.