ایران د خپل حاکمیّت او مځکنئ بشپړتیا په روا دفاع کې هیڅ شک نه کوي
په جینوا کې په ملګروملتو او نورو نړیوالو اورګانونو کې د ایران نمایندګۍ په یوې اعلامیې کې په ډاګه کړې ده ،د ایران اسلامی جمهوریت به د نړیوالو حقوقو په چوکاټ کې،د خپل حاکميّت او مځکنۍ بشپړتیا په روا دفاع کې هیڅ شک ونه کړي.
سحاب چینل د ایسنا له قوله راپور راکړ،په جینوا کې د ملګروملتو او نورو نړیوالو اورګانونو کې د ایران نمایندګۍ د دغو نړیوالو اورګانونو د وسلو دختمولو د کنفرانس غړو ته د خطاب په یوه یاددښت کې د مځکنۍ بشپړتیا او حاکمیّت په ضد داسرائيلي رژیم له نړیوالو حقوقو سره د توپیري بلاغوښتنو او اقداماتو د ټولګې په تشریح کولو سره په ایران کې په څو پوځي مرکزونو ددغه تیریګر رژيم حمله د نړیوالو حقوقو د لومړنیو اصولو ،د کنسولي ډيپلوماټيک خوندیتوب، د ملګروملتو د پریکړه لیکونو او د منشور د دوهمې مادې د څلورم بند څرګنده خلاف ورزي وبلله او ټينګار ئې وکړ، ایران دمنشور ۵۱ مادې په اساس، د خپلو ښاریزو ،ملی ګټو او امنیت ددفاع لپاره خپل شخصي حق خوندي ګڼي.
په دغې اعلامیې کې همدرااز په سیمې کې د اسرائيلی رژيم چلند او د نشل وژنې ، انسانیّ په ضد د جنایتونو او نورو جنګي جنایتونو په څير ډول ډول جنایتونو ته په اشارې سره ټينګار شوی دیدغه چلندونه ښئ چې ددغه رژيم په اختیار کې ایټمی او نوره ډل وژونکي وسلې دنړیوال اوسیمه ایز امنیت او سولې په ضد یو جدي او خطرناګ ګواښ دی چې باید مخه ئې ونیول شي ،کنه نو بیا د حالاتو کنټرولول د هیچا په اختیار کې نه وي.