د هرات د دوو شیعه ديني علماو د وژلې په هکله باید پلټنه وشي نور حال دلته لرو
(last modified Sat, 25 Nov 2023 11:19:23 GMT )
Nov 25, 2023 15:49 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی له افغانستانه د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ځانکړي راپور ورکونکي ریچارډ بینټ؛ په هرات ولایت کې د دوو شیعه دیني عالمانو په وژل کیدو اندیښنه ښودلې او په خپلواک ډول یې د دې پیښې د پلټنې غوښتنه کړې ده.

د هرات ولايت د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې د پنجشنبې په ورځ ناپیژاندو وسله والو ددغه ولایت په جبرائیل ښارګوټي کې دوه شیعه دیني عالمان خادم حسین هدایتي او رجب علي اخلاقي په ډزو سره ووژل.

ریچارډ بنیټ د جمعې د ورځې ناوخته د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د دې پیښې عاملین باید د نړیوالو معیارونو له مخې د قانون منګلو ته وسپارل شي.

د ديني چارو کارپوه نويد محسني وايي، په هرات ولايت کې ددوه تنو شيعه علماوو وژنه دا په ډاګه کوي چې شيعه وکړي په خورا محروميت او مظلوميت کې ژوند کوي.

نوموړی وايي دا د طالبانو د حکومت مسؤليت دی چې د  ديني عالمانو امنيت ټينګ کړي.

په هرات کې د پنجشنبې په ورځ ناپیژاندو موټر سایکل سپرو چې خپل مخونه یې پټ کړي و، ددغه ښارګوتي د فرهنګ په څلور لارې کې پر دغو دوو دیني عالمانو خادم حسین هدایتي او رجب علي اخلاقي باندې ډزې وکړې چې په پایله کې دا دواړه دیني عالمان ووژل شول.

تراوسه کومې ډلې د دغو دیني عالمانو د وژلو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د طالبانو د هرات ولایتي چارواکو هم د دې پیښې په اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 

ټیګونه