د افغانستان اوسنی ټول مشکلات دامریکاد رول له امله دي
(last modified Wed, 29 Nov 2023 00:40:42 GMT )
Nov 29, 2023 05:10 Asia/Kabul
  • د افغانستان اوسنی ټول مشکلات دامریکاد رول له امله دي

اسماعیل  خاان ټینګار وکړ، افغانستان په  دغه هیواد کې د امریکایانو له شتون سره د مخالفت قرباني شوی دی.

د افغانسان د هرات پخوانی والی  او  جهادی شخصیّت په افغانستان کې په شل کلن نیواک کې د ناټو په تیره بیا دامریکا  دخالتونه او جنګ غواړی رول ددغه جنګ ځپلی  هیواد داوسنیو  مشکلاتو اصلي عامله وبلله .

فارس خبری آژانس راپور ورکړ،  د افغانستان د جهاد وخت یوه مشر  او د هرات پخواني و الی ا سماعیل خان په تاجیکستان کې د  نړیوالو  هیوادونو د استازو په ګډون د  افغانستان د سیاسی شخصیّتونو په شتون سره په  کنفرانس کې  دافغانستان اوسنی وضعیت یو سیمه ایز او نړیوال مشکل  وباله  او وې وئيل   ددغه جنګ اغیزې به یواې دغه هیواد ته  محدودې نه وي.

اسماعیل  خاان ټینګار وکړ، افغانستان په  دغه هیواد کې د امریکایانو له شتون سره د مخالفت قرباني شوی دی.

د افغانسان د هرات پخواني والی  همدرااز  له طالبانو سره د دسیمې د هیوادونوپه نرمښت او مصلحتونو باندې په نیوکو سره ووئیل، د هرات دامنیتی کنفرانس په څير  د مخکینیو  امنیتی غونډو ترسره کیدا  دافغانستان د مشکلاتو په حل کولو کې څه خاص اغیزې نه دي شیندلي. باید دافغانستان  د اوسني مشکل دحل لپاره نړیواله ټولنه اساسی حل لاره ولټوي.

 

ټیګونه