په کابل کې چاودنه؛ دوه کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي
Jan 07, 2024 01:23 Asia/Kabul
د کابل په لوېدیځ کې پرون ماښام د شپې شاوخوا ۶:۲۰ دقیقې د چاودنې له رامنځته کېدو وروسته، د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
ځدراڼ زیاته کړې چې چاودنه د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دشت برچي په سیمه کې پر یو کاسټر ډوله موټر شوې ده.
نوموړي ویلي چې د پېښې ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.
د سرچینو په خبره، سیمه کې د اطفایې او امبولانسونو غږونه هم اورېدل کېږي.
خالد ځدراڼ د چاودنې څرنګوالی نه دی ښودلی او تر اوسه لا د پېښې پړه هم چا منلې نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په لړم میاشتې کې د دشت برچي سیمې اړوند د نانوايي په تمځای کې د «ملت» په نوم یو ورزشي لوبغالي کې هم چاودنه شوې وه.
ټیګونه