طالبانود ښځو او نجونو د نیولوپه اړه د یوناما اندیښنه ناسمه وبلله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144658-طالبانود_ښځو_او_نجونو_د_نیولوپه_اړه_د_یوناما_اندیښنه_ناسمه_وبلله
د طالبانوویندوی ذبیح ا ...مجاهد په افغانستان کې د بد حجابۍپه تور د ځوانو ښځو او نجونو دنیولو په اړه د یوناما اندیښنه بې ځایه او ناسمه وبلله.
(last modified 2024-01-12T23:35:19+00:00 )
Jan 13, 2024 04:01 Asia/Kabul
  • طالبانود ښځو او نجونو د نیولوپه اړه د یوناما اندیښنه ناسمه وبلله

د طالبانوویندوی ذبیح ا ...مجاهد په افغانستان کې د بد حجابۍپه تور د ځوانو ښځو او نجونو دنیولو په اړه د یوناما اندیښنه بې ځایه او ناسمه وبلله.

افغان غږ خبری آژانس وایی یوناما د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د خپلسري نیولوپه اړه د یوې بیانیې په خپرولو سره د اسلامي حجاب د احکامو د نه مراعاتولو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه.

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا وویل چې دغه نیول "لوی بدنامي راوړي چې ښځې له خطر سره مخ کوي."

د دې اندېښنې په ځواب کې د طالبانو ویاند په ایکس  کې لیکلي چې یوناما په افغانستان کې د ښځو په اړه اندېښنه ښودلې، چې حقیقت نه لري.

هغه زیاته کړه: "افغانې ښځې پخپله حجاب اغوندي او فشار راوړلو ته اړتیا نه لري

نوموړي د ځوانو ښځو او نجونو د نيولو په اړه خپاره شوي راپورونه تبليغات وبلل.

دا په داسې حال کې ده چې مجاهد پخپله هم مخکې ویلي وو چې د ښځو یوه ډله چې د بی حجابۍد دودولوهڅه یې کوله نیول شوي، سزاشوي او مشوره ورکول کیږي.