طالبانود ښځو او نجونو د نیولوپه اړه د یوناما اندیښنه ناسمه وبلله
د طالبانوویندوی ذبیح ا ...مجاهد په افغانستان کې د بد حجابۍپه تور د ځوانو ښځو او نجونو دنیولو په اړه د یوناما اندیښنه بې ځایه او ناسمه وبلله.
افغان غږ خبری آژانس وایی یوناما د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د خپلسري نیولوپه اړه د یوې بیانیې په خپرولو سره د اسلامي حجاب د احکامو د نه مراعاتولو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه.
د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا وویل چې دغه نیول "لوی بدنامي راوړي چې ښځې له خطر سره مخ کوي."
د دې اندېښنې په ځواب کې د طالبانو ویاند په ایکس کې لیکلي چې یوناما په افغانستان کې د ښځو په اړه اندېښنه ښودلې، چې حقیقت نه لري.
هغه زیاته کړه: "افغانې ښځې پخپله حجاب اغوندي او فشار راوړلو ته اړتیا نه لري
نوموړي د ځوانو ښځو او نجونو د نيولو په اړه خپاره شوي راپورونه تبليغات وبلل.
دا په داسې حال کې ده چې مجاهد پخپله هم مخکې ویلي وو چې د ښځو یوه ډله چې د بی حجابۍد دودولوهڅه یې کوله نیول شوي، سزاشوي او مشوره ورکول کیږي.