د افغانستان خلک له لوږې او ناوړه خواړو کړیږي
Jan 13, 2024 08:27 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګرو ملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي د افغانستان وګړي د لوږې او خوارځواکۍ له سخت ناورينه ځورېږي.
دغه صندوق پر خپلې اېکس پاڼې ليکلي، چې د ياد ناورين لاملونه بې وزلي، بې کاري، وچکالي او طبيعي پېښې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې بيا څه موده وړاندې په خپل یو راپور کې ويلي چې افغانستان کې د لسیزو جګړو، د اقليمي بدلونونو اغېزو، طبيعي پېښو، بې کارۍ او بې وزلۍ دغه هېواد له ګڼو ننګونو سره مخ کړی.
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو پر ملي او نړیوالو بنسټونو غږ کړی، چې د کرنې وزارت له لومړیتوبونو سره سم داسې پروژې پلي کړي، چې د خلکو په ګټه تمامې شي.
ټیګونه