په هرات کې د یوه کال په ترڅ کې د سرطان ۶ زره او ۵۰۰ ناروغان ثبت شوي
د افغانستان د هرات ولایت د حوزوي روغتون چارواکي وايي، په تېر یوه کال کې په دغه روغتون کې د سرطان ۶۵۰۰ ناروغان ثبت شوي او اوس تر درملنې لاندې دي.
د دغه روغتون د سرطان څانګې مسئول ډاکتر فاروق احمد صديقي ویلي چې د ناروغانو د شمېر له مخې، یادې ناروغۍ ۳۰ سلنه زیاتوالی موندلی دی.
ډاکټر صديقي زیاتوي، چې يوازې په تېرو څلورو کلونو کې د هرات په حوزوي روغتون کې، د سرطان په بېلابېلو ډولونو څه باندې ١٦ زره کسان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
نوموړی وايي، د ټولو ناروغانو د درملنې لپاره لږ تر لږه ۱۰۰ بسترونو ته اړتیا لري، چې د عملیاتو خونې، راډیوټراپي او نورې آسانتیاوې ولري.
بل خوا يو شمېر ناروغان بیا وايي چې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې دننه د تشخيص او درملنې د اسانتياوو د نشتوالي له امله بهر ته تلل، خو اوس هیله مند دي چې باید په هېواد کې دننه د درملنې اسانتیاوې برابرې شي.