د افغانستان د میرمنو حقوق له امریکا سره هیڅ ارتباط نه لري
د امریکا خارجه وزیر انتونیو بلینکن د افغانستان د میرمنو داقتصادي استقامت لپاره د ائيتلاف په غونډې کې وئیلي وو،واشنګټن د افغان میرمنو د توانمنیو پر پیاوړتیا پانګونه کوي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي د افغانستان دمیرمنو د حقوقو په باب د امریکا د خارجه وزیر وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ووئیل، واشنګټن باید د غزې د خلکو دعامې وژلې او نورو جنایتونو په وړاندې خپلو مسئولیّتونو ته متوجه شي او په افغانستان کې د میرمنو دحقوقو م وضوع له سپينې ماڼۍ سره هیڅ ارتباط نه لري.
زمونږ خبریال د صدای ا فغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد د امریکا د خارجه وزیر آنتونیو بلینکن د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ووئیل، واشنګټن دې د غزې د مظلومو خلکو د قتل عام په وړاندې خپلو مسئولیّتونو ته متوجه شي او په افغانستان کې دمیرمنو دحقوقو موضوع سپينې مانۍ سره هیڅ ارتباط نه لري. هغه زیاته کړې ده ، امریکا په غزې تړانګې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم دجنایتونو په ملاتړ سره خپله حقیقي څیره د نړیوالو نندارې ته وړاندې کړې ده .
د امریکا خارجه وزیر انتونیو بلینکن د افغانستان د میرمنو داقتصادي استقامت لپاره د ائيتلاف په غونډې کې وئیلي وو،واشنګټن د افغان میرمنو د توانمنیو پر پیاوړتیا پانګونه کوي. د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم په دغې ناستې کې وئيلي، ۸۹۷ ورځې کیږي، چې افغان انجونې ښونځيو ته له تلو محرومې دي او ۸۹۰ ورځې کیږي، چې طالبانو افغان میرمنو ته ح کم ورکړی څو دکار ځاي ته دې.