Mar 01, 2024 05:10 Asia/Kabul
  • د دوحې هوکړې طالبان واک ته ورسول

د سپينې ماڼۍ وياند کرین ژان پیر په دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه ليک د څلورمې کليزې په مناسبت ويلي، چې دې هوکړې طالبان واک ته ورسول او د افغانستان دولت يې کمزوری کړ.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه ليک د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال لاسليک شو.

د دوحې هوکړه ليک له افغانستانه د امريکايي او بهرنيو ځواکونو وتلو ته زمينه برابره کړه او طالبانو هم له امريکا سره يو لړ ژمنې وکړې او يوه ژمنه يې دا وه چې له ترهګریزو ډلو په ځانګړې توګه، له القاعدې سره به اړيکې پرې کوي او د افغانستان له دولت سره به خبرې پېلوي.

له افغانستانه د امريکايي او ناټو ځواکونو شاتګ په پيلېدو سره طالبانو پرمختګ وکړ او وتوانېدل چې د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه کابل ونيسي.

د سپينې ماڼۍ وياند زياته کړې، چې طالبانو د دوحې په توافق کې پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی.

د سپينې ماڼۍ وياند په مشخصه توګه په افغانستان کې د توافق او ټولشموله سياسي سیسټم رامنځته کولو لپاره «له افغانانو سره په معنادارو خبرو» کې د ګډون کولو په موخه د طالبانو تعهد ته اشاره کړې او ويلي يې دي چې دا تعهد نه دی عملی شوی.

ده ويلي، چې واشنګټن هڅه کوي طالبان خپلو تعهداتو ته ژمن کړي.

ټیګونه