۳۶ سلنه افغانان د خوراکي خوندیتوب له اړخه اندېښنه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i147734-۳۶_سلنه_افغانان_د_خوراکي_خوندیتوب_له_اړخه_اندېښنه_لري
د ملګروملتونو د کرنې او خوړو اداره وايي چې د افغانستان د ۳۶ سلنه وګړو د غذایي خوندیتوب له پلوه اندېښنه لري.
(last modified 2024-03-16T03:30:14+00:00 )
Mar 16, 2024 07:57 Asia/Kabul
  • ۳۶ سلنه افغانان د خوراکي خوندیتوب له اړخه اندېښنه لري

د ملګروملتونو د کرنې او خوړو اداره وايي چې د افغانستان د ۳۶ سلنه وګړو د غذایي خوندیتوب له پلوه اندېښنه لري.

دا څرګندونې د دې ادارې د سرچینو د څانګې مشر الکس برنز افغانستان ته د سفر پرمهال کړې دي، خو نوموړی زیاتوي چې د ملګرو ملتونو دې ادارې تېر کال له څه باندې ۱۰ میلیون افغان بزګرانو سره مرسته کړې.

برنز پرون پر ایکس شبکې کندهار ته د خپل سفر او له بزګرانو سره د خپلو لیدنو په اړه ویلي چې ده له یو شمېر کروندګرو سره د هغوی د ستونزو، د ځمکو د حاصلاتو، د اوبو د سرچینو او اقلیمي بدلونونو په اړه خبرې وکړې.

برنز په یوه ویډیو کې چې پر ایکس شبکې یې خپره کړې ویلي چې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې په افغانستان کې تردې دمه ۷۰ زره چکډمونه جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ میلیون وګړي کافي خواړه نه لري.