د انګلیسي پوځیانو د جنایتونو څرګندونکی په بند وګواښل شو
مرسر د تحقیقاتو لپاره د رسمي غوښتنې سره سره د خپلو سرچینو له څرګندولو ډډه کړې ده.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، انګلیسي رسنیو ویلي، وروسته له هغه چې د بریتانیا د دفاع وزارت مرستیال "جاني میرسر" په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو جنګي جنایتونه افشا کړل، خبرداری ورکړل شو چې د خپلو سرچینو د هویت له څرګندولو ډډه کولو په صورت کې به له زندان او یا جریمې سره مخ شي.
مرسر د تحقیقاتو لپاره د رسمي غوښتنې سره سره د خپلو سرچینو له څرګندولو ډډه کړې ده.
ویل کیږي د هغه سرچینې هغه شاهدان او ګواهان دي چې ورته ډاډ ورکړی شوی دی چې که د خپلو ملګرو جنایتونه وروښايي، د هغوي د هویت ساتنه به وکړي.
د تحقیقاتو مشرلارډ جسټس هاډون کیو، د خپلو سرچینو په ډاګه کولو کې د مرسر د انکار به بڼه کښې د جدي او قانوني پایلو خبرداری ورکړ.
ویل کیږي چې که هغه په تحقیقاتو کې ګډون ونه کړي نو زیات نه زیات د ۵۱ اونیو زندان یا نغدې جرمانې سره مخامخ کیدې شي.