طالبان: لوېديځ هېوادونه دې له سرپرست حکومت سره تعامل ته را وړاندې شي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له لوېديځو هېوادونو غوښتي چې له سرپرست حکومت سره تعامل ته را وړاندې شي.
د بهرنیو چارو وزارت وياند حافظ ضياء احمد تکل وايي، مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت له شارژدافیرې سره په کتنه کې ویلي، سرپرست حکومت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره متوازنې اړیکې غواړي او د تعامل دروازې یې د ټولو هېوادونو پر مخ پرانېستې دي.
ښاغلي متقي زیاته کړې، لوېدیځ هېوادونه کولای شي، د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر له د افغانستان اړوند مسایل مخامخ مطرح کړي.
د يو بل خبر له مخې په کابل کې د چین سفیر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال مولوي رحمت الحق ُفضیل سره په کتنه کې د سیمې په امنیت او ثبات خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت وياند وايي په دې کتنه کې د چین سفیر ژاوشینګ ویلي، د سیمې امنیت او ثبات د چین په ګډون د ټولو هېوادونو په ګټه دی او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په دغه ليدنه کې ویلي، سرپرست حکومت له چین سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لاپراختیا هڅې کوي.
همدارنګه ښاغلي ُفضیل د پاکستان له لوري د افغانستان په حریم د بريد په اړه د چین لوري ته تفصيلي معلومات ورکړي او زياته کړې يې ده چې د سرپرست حکومت تګلاره د سیمې او له ټولې نړۍ سره د مثبتو اړیکو تګلاره ده او نه غواړي، چې هېڅ لوري سره یې اړیکې ترینګلې شي.
شاوخوا درې ورځې وړاندې افغانستان او پاکستان د يوبل پر خاوره بريدونه وکړل چې له هغه راوروسته ددواړو خواوو اړيکې ترينګلې شوې دي او پاکستاني لوري يو ځل بيا د افغان کډوالو د ایستلو فيصله کړې ده.