Mar 28, 2024 09:49 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی په جلال اباد کې د ایران اسلامي جمهوریت سرکنسول مجید صادقي دولت ابادي د کنسولګرۍ په انګړ کې د ننګرهار د ولایتي ادارې چارواکو ته د چمتو کړي روژه ماتي پرمهال وویل هر څومره چې ګډې ناستې زیاتیږي هومره به د فکرونو ، ملتونو او مذاهبو د نږدې والي لامل ګرځي.

 صادقي وویل خوشحاله دی چې د ننګرهار او نورستان ولایتونو لوړپوړو حکومتي چارواکو ورسره د روژه ماتي په مراسمو کې برخه اخیستې ده،.

هغه وویل ایران  د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخوکې مرستو ته چمتو او په ختیځه حوزه کې کړو ژمنو عملي کولو ته ژمن دی.

د ننګرهار د بهرنیو چارو ریس مولوي عبدالهادي احمد د ولایتي ادارې په استازولۍ د ایران اسلامي جمهوریت  سرکنسولګرۍ له چارواکو مننه وکړه چې له ولایتي ادارې سره یې په بېلابېلو برخوکې ښې کاري اړیکي ساتلي دي.

هغه وویل هڅه به وکړي چې دا اړیکي نورې هم پیاوړې کړي.

د ننګرهار د ورزشي چارو ریس  عبدالسلام وزیر وال او د ځوانانو چارو امر قاري محمد اصف ذهیر د ایران د کنسولګرۍ له چارواکو نه د مننې په څرګندولو سربیره د روژې په مبارکه میاشت کې پر فلسطیني مسلمانانو د اسرایلو د ظلمونو په غندلو سره وویل نړۍ د اسرایلو له ظلمونو څخه د غزې بې ګناه مسلمانانو په ژغورلو کې پاتې راغلې ده.

 دوې وویل په فلسطین کې د اسرایلو روان ظلمونه په هیڅ ډول د توجیی وړ نه دي او باید هر څومره ژر چې کیدای شي  اسرایل له دې وحشي بریدونو راوګرځول شي او د غزې مسلمانانو ته د مرستو بهیر پېل شي.

خواوشاه دوه میاشتې وړاندې هم په جلال اباد کې د ایران اسلامي جمهوریت سرکنسولګرۍ له لورې د ایران اسلامي انقلاب د بریا کالیزې په نمانځونکو مراسمو کې د ننګرهار او لغمان ولایتونو ګڼ شمیر لوړپوړو چارواکو برخه اخیستې وه.

 

Image Caption

 

ټیګونه