Mar 28, 2024 12:39 Asia/Kabul
  • حنفي: په افغانستان کې پولیو له منځه تللې ده

د حنفي په وينا، حکومت په افغانستان کې د امنيت، له نشه يي توکو سره د مبارزې، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو او د پوليو د له منځه وړلو په ګډون په بېلابېلو برخو کې لاسته راوړنې لري

 

د افغانستان د  رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د روغتیا د نړیوال سازمان له مشر سره په ویډیويي ناسته کې وویل چې دطالبانو  حکومت په افغانستان کې د پولیو ناروغي له منځه وړې ده.

افغان غږ خبری آژانس وایی  طالبانو  په اکس ټولنیزه شبکه کې د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د روغتیا نړیوال سازمان سیمه ایز رئیس او د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد هم حضور درلود.

د حنفي په وينا، حکومت په افغانستان کې د امنيت، له نشه يي توکو سره د مبارزې، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو او د پوليو د له منځه وړلو په ګډون په بېلابېلو برخو کې لاسته راوړنې لري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، «د تخنیکي ټیمونو له خوا د پرله پسې واکسینونو په نتیجه کې د افغانستان له ټولو برخو پولیو له منځه وړل شوی دی.

د طالبانو دغه چارواکي د ښو لابراتوارونو د نصب، په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي کلینیکونو د جوړولو او د روغتیايي سکتور د متخصصینو د مسلکي ظرفیت د لوړولو د سنبال  روغتون د جوړولو په برخو کې د روغتیا له نړیوال سازمان د همکارۍ غوښتنه وکړه.

 

په همدې حال کې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر  تدروس آدهانوم په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې دغه سازمان په افغانستان کې د خپل کار د دوام لپاره د طالبانو همکارۍ ته اړتیا لري.

له دې ټولو سره سره د نړیوال روغتیايي سازمان سیمه ییز مشر حنان بلخي هم په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو په ځانګړې توګه د پولیو د تشخیص لابراتوارونو د پیاوړتیا لپاره له دغه سازمان سره د مرستې اعلان کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د دغې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.

 

ټیګونه