افغانستان ته د ایران غیر تیلی صادرات تر ۳۱فیصدو پورې زیات شول
په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت تجارتي سلایار افغانستان ته د ایران د غیر تیلي صادراتو د اندازې تر یو دیرش فیصدو پورې د زیاتیدا خبر ورکړ.
زمونږخبریال راپور راکړ، په افغانستان کې د اسلامی ایران دسفارت تجارتي سلایار حسین روستایی پرون په یولړڅرګندونو کې ووئیل، سږکال په لومړنیو درو میاشتو کې او د ایران ددیارلسم حکومت له وروستیو درو میاشتو سره په یووخت افغانستان ته د ایران د غیر تیلی صادراتو اندازه د تیر کال له لومړنیو درو میاشتو سره په پرتله کې د یوسل درویشت میلیون ډالري ارزښت په زیاتیدا سره ۳۱ فیصدي وده ښئ.
د ایران دسفارت تجارتي سلایار زیاته کړې ده، افغانستان ته د ایران غیر تیلی صادرات توانیدلي دي ،له یوې وقفې وروسته چې رامینځةشوې ، بیرته خپل اوج ته ورسیږي. روستائي ووظيل، د ایران صادراتي ظرفیّتونو او همدرااز د ایرانیو شیانو اومحصولاتو له ښه کیفیّت او له سیالۍ وړ بیّو څخه دافغانستان د خلکو او تاجرانو ښې پيژندګلوۍ ته په پام سره اعتماد رامینځةشوی دی، د افغانستان د بازار اړتیاؤ او ورته مصرفي سیلیقو ترڅنګ، په لنډ وخت کې ددواړو هیوادونو دتجارتي مبادلاتو د اندازې د زیاتیدا لپاره لازم شرائط برابر شوي دي.
افغانستان د ایران دصادراتي شیانو اوم مقصد دی او د ایران دګمرک د رسمي احصایو په اساس،په ۱۴۰۲لمریز کال کې او د اسلامی ایران د صادراتي هدف هیوادونو کې له افغانستان سره د ترټولو لوړ مثبت تجارتي ګراف ثبت شوی دی.اټکل کیږي، سږکال ترپاي پورې ددواړو هیوادونو د تجارتي مبادلاتو اندازه تر درو میلیارد ډالرو پور ې لوړه شي.