ایران تل د افغانستان ترڅنګ د ورور په څير ولاړ دی
د افغانستان د بلخ پوهنتون مشر د ایران له کلتوري سلایار سره په کتنې کې د ایران د مرستو په قدرونې سره ووئیل، اسلامی ایران تل د روه ورور په څیر د افغانستان له ملت سره ولاړ دی.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی،په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت کلتوری سلایار سید روح ا... حسینی د بلخ پوهنتون له مشر محمد شریف عثماني سره په کتنې کې د ډول ډول علمی ،کلتوري او تعلیمي ملګرتیاؤ په باب خبرې اترې وکړې.
په دغې کتنې کې د بلخ پوهنتون مشر د افغانستان او ایران د ملتونو پر ګاونډيتوب او ورورولۍ اوپه ګډتاریخ، دین کلتور باندې په ټينګارسره ووئیل، د ایران ملت او حکومت د یوه ورور په شان هغه که په افغانستان کې د امریکا دنیواک پړاؤ ؤ او که له دې وروسته ، دافغانستان د ولس ترڅنګ ولاړ دی چې مونږ ورته دعزت او قدر به سترګه ګورو. عثماني په دوام کې ووئیل، دمګړئ د افغانستان دطالبانو حکومت له ډیرو مشکلاتو او چیلنجونو سره لاس او ګریوان دی او دا د خوشالۍ ځای دی چې د ایران اسلامی جمهوریت په اقتصادي ،علمی،کلتوري برخو کې او د افغانستان له ټولنې سره داړتیاوړ په نورو برخو کې هم ملګرتیا ته دوام ورکړی دی. همدا اوس هم په بلخ پوهنتون کې زیاتره استاذان او عملی کادر لرو چې خپلې تعلمیي ډګرئ او زده کړې ئې د ایران په اسلامی جمهوریت کې پاي ته رسولي دي اودادی اوس دمونږ د زده کړې اغیز شیندونکي عمله دي. هغه همداراز د بلخ پوهنتون د پیاوړتیا لباره د ملګرتیا او دپوهنځیو د دودانیو د جوړولو اورغولو لپاره د ایران د مرستو غوښته هم وکړه.