په ایران کې د افغانانو الیکټرانیک پيژندپاڼو ویشل زر پلیږي
(last modified Sun, 13 Oct 2024 00:29:10 GMT )
Oct 13, 2024 04:59 Asia/Kabul
  • په ایران کې د افغانانو الیکټرانیک پيژندپاڼو ویشل زر پلیږي

 د افغانستان د  طالبانو د حکومت د  احصایو اواطلاعاتو د ادارې ویندوي  ووئيل،د مهاجرینو  حقوقي وضعیّت د ښه کولو او پيژندپاڼو ته د دوي د لاس رسي په لړ کې به په ایران کې ډیر زر د افغانستان د الیکټرانیک پيژندپاڼو  د ویشلو بهیر پیل شي.

تسنیم خبری آژانس رآپور ورکړی،د افغانستان د طالبانو حکومت د احصایو او اطلاعاتو د برخې ویندوي محمد حلیم رافع  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، دافغانانو لپاره د الیکټرانيکي پيژندپاڼو د ویشلو دمرکزونو د  پرانیستو لپاره  لازم کارونه  ترډيره پرمخ تللي  او ډير زر به  دافغانستاني مهاجرینو لپاره دغه بهیر پيل شي.

 هغه همداراز په مختلفو هیوادونو کې د الیکټرانیکي  پيژندپآڼو  د ویشلو دمرکزونو د جوړولو په خاطر د طالبانو د حکومت له خارجه وزارت سره  ملګرتیا تفاهم نامې د لاسلیک کیدا خبر ورکړ.

د محمد حلیم رافع په ویناله دې مخکې ، د الیکټرانیکي پيژندپاڼو  دو یشلو مرکز د افغان مهاجرینو لپاره په متحده عربی اماراتو کې رامینځةشوی ؤ  او اوس  ایران هم په لومړیتوب کې دی.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د احصایو اواطلاعاتو د ادارې ویندوي ،ووئيل دغه اداره هڅه کوي، څو  دایران ،پاکستان،عربستان او ترکیې پشمول  په مختلفو هیوادونو کې د الیکټرانيکي پيژندپاڼو د ویشلو مرکزونه اوآسانتیاوې رامینځةکړي.هغه ووئیل، په ایران کې ددغو مرکزونو دجوړولو لپاره د اړتیا وړ امکانات تیار شوي او د کارکونکو دګمارلو  بهیر به هم ډیر زر بشپړ شي.

په عین حال کې په تهران کې د افغانستان سفارت  په همداوروستیو کې  دالیکټرانیک پيژندپاڼو  د ترلاسه کولو لپاره  دافغانستان داخل ته د مهاجرو محصیلینو د سفر د آسانولو لپاره  یو لړ اقدامات پیل کړي دي ،البته دغه اقدام  د ځینو محصیلینو  له نیوکو او ناامیدۍ سره مخ شوی دی،ځکه دوي هیله مند دي ،په ایران کې د الیکټرانیکي پيژندپاڼو د ویشلو د مرکزونو په جوړولو سره  د دوي مشکلات په آسانۍ سره حل کیږي.