ښايي کابل کې د ځمکې لاندې اوبه په بشپړ ډول وچې شي
(last modified Wed, 30 Oct 2024 07:37:33 GMT )
Oct 30, 2024 12:07 Asia/Kabul
  • ښايي کابل کې د ځمکې لاندې اوبه په بشپړ ډول وچې شي

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق ( یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، که د مخنیوي تدابیر ونه نیول شي؛ ښایي تر ۲۰۳۰ کال پورې به په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه په بشپړ ډول وچې شي.

یاد بنسټ په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د وچېدو لامل چټک ښاري کېدل او اقلیمي بدلون ښودلی دی.

ورته مهال، په افغانستان کې د یونیسف استازي بیا د ځمکې لاندې اوبو کمېدل بشري ناروین یاد کړی او د بېړنیو مرستو غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو له دې وړاندې هم په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د پایلو په اړه خبرداری وکړی او په دې برخه کې یې د چټکو اقداماتو غوښتنه کړې ده. 

ټیګونه