د افغانستان حکومت  دې د رسندویو آزادي وساتي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154746-د_افغانستان_حکومت_دې_د_رسندویو_آزادي_وساتي
په افغانستان کې د ملګروملتو د سیاسی نمایندګۍ دفتر(یوناما)د افغانستان  له طالب چارواکو غوښتي څو د رسندویو آزادي دې وساتي.
(last modified 2024-11-29T05:22:55+00:00 )
Nov 29, 2024 09:47 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت  دې د رسندویو آزادي وساتي

په افغانستان کې د ملګروملتو د سیاسی نمایندګۍ دفتر(یوناما)د افغانستان  له طالب چارواکو غوښتي څو د رسندویو آزادي دې وساتي.

زمونږخبریال د ایرنا خبری آژانس له قوله راپور راکړی،په افغانستان کې د ملګروملتو د سیاسی دفتر نمایندګۍ یوناما په تیرو درو کلونو کې د رسندویو او خبریالانو  د حالاتو په باب د یوه راپور په خپرولو سره وئيلي دی ، د ۲۰۲۱کال د اګست له ۱۵ څخه  د ۲۰۲۴کال د ستمبر تر دیرشمې نیټې پورې  د افغانستان  د رسندوي کارکونکو او خبریالانو په ضد د بشری حقوقو ضده ۳۳۶  موردونه مستند شوي چې په هغو کې ۲۵۶ موردونه  خپل سری نیونې  یو سل دیرش شکنجې  او بدچلندئ او ۷۵مورده هم د ویرې او ګواښلو په باب دي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتنبایوا  دې ته په اشارې سره چې  د هر هیواد لپاره  رسندوئي آزادي درلودل نه یوازې یوه ټاکنه ،بلکې  یو ضرروت دی ، روښانه کړې ده ،  دافغانستان  رسندوي کارکونکي اوخبریالان  په ډيرو سختو شرائطو کې  فعالیت کوي او زیاتره  دهغه  څه په باب  په نامشخصو قواعدو سره چې  راپور ورکولی شي  او که نه ،مخ شوي  او  د خپلو راپورونو  د خپرولو باندې د سختو نیوکو په دلیل  له خپل سرو نیونو او ویرونو  له خطرې سره روبرو دي.

د ملګروملتو  دبشری حقوقو لوړ کمیشنر  ولکترکرک هم ددغه راپور    په اندیښمونکي بللو سره پر طالب چارواکو غږ کړی څو  خپل اقدامات دې د مدنی اوسیاسی حقوقو له نړیوالو  قواعدو،حقوقو او قوانینو په اساس د افغانستان له ژمنتیاؤ سره غږمله کړي.

د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو تردې د مه ددغه راپور په باب  کوم غبرګون نه دی ښودلی.