مولوي ګل حسن په مسکو کې د طالبانو سفیر ګومارل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i160962-مولوي_ګل_حسن_په_مسکو_کې_د_طالبانو_سفیر_ګومارل_شوی
روسیي رسنیو راپور ورکړی چې طالبانو په مسکو کې مولوي ګل حسن د سفیر په توګه معرفي کړی دی.
(last modified 2025-06-04T01:58:59+00:00 )
Jun 04, 2025 06:27 Asia/Kabul
  • مولوي ګل حسن په مسکو کې د طالبانو سفیر ګومارل شوی

روسیي رسنیو راپور ورکړی چې طالبانو په مسکو کې مولوي ګل حسن د سفیر په توګه معرفي کړی دی.

روسۍ ایزویستیا ورځپاڼې په مسکو کې د طالبانو سفارت له قوله راپور ورکړی چې ګل حسن به ژر دغه هېواد ته ورشي.

له دې وړاندې ټاس خبري اژانس راپور ورکړی وو چې د روسیې عدلي بنسټونه د سفیر په کچه د طالب دیپلومات د باورلیک پر ارزولو بوخت دي.

شاوخوا دوه میاشتې مخکې د روسیې سترې محکمې د طالبانو نوم د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له نوملړه وویست.

که څه هم روسیه طالبان په رسمیت نه پېژني، خو په بېلابېلو برخو کې اړیکې ورسره پراخې کړې دي.