غزني ولایت کې زرګونو بې وزلو کورنیوسره د خوراکي توکو مرسته وشوه
ځایي چارواکي وایي، د دې مرستو ارزښت چې د ملګرو ملتونو له لورې ترسره شوی څه باندې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ کیږي.
د غزني ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مرستیال مولوي محمد رحیم هاشمي وایي، د تیرو څو میاشتو په موده کې د دې ولایت په ۹ ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو له لورې خواوشاه ۱۱ زره اړمنو او راستنو شویوکورنیو ته د څه باندې ۱۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ترسره شوي دي. مولوي محمد رحیم هاشمي وایي، د دې ولایت په نورو پنځو ولسوالیو کې خواوشاه شپږ زرو له وړاندې په نښه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ویش لړۍ روانه ده.
هغه کورنیو چې دا مرستې تر لاسه کړي خوشحاله دي خو وایي، د لنډ مهاله مرستو تر څنګ دې دوی ته د کار کولو زمینې هم برابرې شي.
د غزني ولایت د کیلو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکو په وینا، د مرستو تر ویش وړاندې د شفافیت رامنځته کولو په موخه اړمنې کورنۍ او د هغوی وضیعت له نږدې وینې.