د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کښې پولیو واکسین۶ ماشومان وژلی دی
Apr 22, 2017 19:18 Asia/Kabul
د افغانستان د ارزګان ولایت سیمه ییزچارواکی وایی د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د پولیو واکسین ۶ماشومان وژلی دی.
د ګیزاب ولسوال خوشحال بارکزی نن رسنیو ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ د دغې ولسوالۍ په حسین نک نومې سیمه کې شوې ده.
نوموړی وویل چې له دې امله د نهو نورو ماشومانو روغتیایی وضعیت ناسم دی او د دایکنډی ولایتی روغتون ته انتقال شوی دی.
ښاغلی خوشحال داهم وویل چې ممکن د ناروغانو شمېرله دی نه هم زیات شی.
ده وویل چی د ارزونې ټیمونه سېمې ته استول شوی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم وایی چې د څېړنې یو پلاوی استول شوی دی.
ټیګونه