طالبان دې جنګ پریږدي او د سولې خبرو ته دې کښیني
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i46276-طالبان_دې_جنګ_پریږدي_او_د_سولې_خبرو_ته_دې_کښیني
د افغانستان د حزب اسلامي مشر له طالبانو وغوښتل چې په دغه هیواد کښې د جنګ په بندولو سره د سولې خبرواترو ته کښیني.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2017 14:03 Asia/Kabul
  • طالبان دې جنګ پریږدي او د سولې خبرو ته دې کښیني

د افغانستان د حزب اسلامي مشر له طالبانو وغوښتل چې په دغه هیواد کښې د جنګ په بندولو سره د سولې خبرواترو ته کښیني.

ګلبدین حکمتیار د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کښې د افغانستان له حکومت سره د سولې د موافقې له لاسلیکولو وروسته په وړومبۍ خبري غونډه کښې په دغه هیواد کښې د جنګ او تشدد د بندیدو غوښتنه وکړه.

حکمتیار وویل: له طالبانو ډلې غواړم چې له مونږ سره یوځاې شي او دا جنګ چې وړومبنی قرباني یې افغانان دي، ختم کړي.

د افغانستان د حزب اسلامي مشر طالبانو ته په خطاب کښې زیاته کړه چې له جهالت او غروره په لاس اخیستو سره د نورو قومونو ترڅنګ یو نوی څپرکی پيل کړي.

حکمتیار په خپله وینا کښې طالبانو ته د ورور خطاب ورکړ او ورڅخه یې وغوښتل چې د افغانستان د امنیت په تامینولو او پرمختګ کښې د دې هیواد دخلکو مرسته وکړي.

د حزب اسلامي مشر پر جوماتونو او ښوونځیو بریدونه وغندل او ویې ویل چې پر دغو ځایونو حملې د زغملو نه دي.

هغه همداشان وویل چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه دې دا هیواد د خپلو سیالیو ډګر نه ګرځوي نور هیوادونه دې هم خپلې وسلې په افغانستان کښې نه ازمايي.

د افغانستان د حزب اسلامي مشر زیاته کړه: افغانستان په اوسنیو حالاتو کښې یو پیاوړي مرکزي حکومت ته ضرورت لري او په دې لړ کښې د خلکو د انتخاب احترام کوي.

حکمتیار چې ټاکل شوې سبا کابل ته لاړ شي، د ۲۰۱۶ کال په ستمبر میاشت کښې یې د افغانستان له حکومت سره د سولې هغه موافقه لاسلیک کړه چې هیواد ته د هغه د امنې ستنیدنې او د خپلوانو په شمول یې د ده د بخښنې ضمانت ورکړ.