د افغانستان د پارلیمان استازی ایران په سیمه او نړۍ کې د ډیموکراسۍ زانګو وباله
(last modified Fri, 19 May 2017 01:29:29 GMT )
May 19, 2017 05:59 Asia/Kabul
  • د افغانستان د پارلیمان استازی ایران په سیمه او نړۍ کې د ډیموکراسۍ زانګو وباله

د افغانستان د دایکندی ولایت د خلکو استازی نصر ا... صادقی زاده نیلی له تسنیم خبری اژانس سره په خبرو کې په ایران کې ننیو انتخاباتو ته په اشارې سره وویل د ایران اسلامی جمهوریت د ډیموکراسۍ زانګو دې .

ده زیاته کړه د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې چی ځان د دیموکراسۍ مدعیان بولی د ایران په اندازه انتخابات او جدی ګډون نه لیدل کیږی .

ده همداراز وویل په مشخصه توګه امریکا او لویدیځ  د ایران او سیمې د هیوادونو په داخلی چارو کې په لاس وهنې پسې دی خو د ایران ولس په ځیرتیا او په انتخاباتو کې پراخ ګډون سره دغه دسیسې شنډې کړی دی .

شپږ پنځوس میلیون او څلور لکه لس زره  او دوه  سوه شپږ دیرش کسان   د رایو ورکولو په شرایطو پوره دی چی پکې  یو میلیون درې نیم لکه  دوه سوه څلور نوی کسان د لومړی ځل لپاره رایه ورکوی .

 

 

 

ټیګونه