دافغانستان دنجات ائیتلاف پرحکومت دسیاسی دباؤنودزیاتولوپه خاطرجوړشوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i53142-دافغانستان_دنجات_ائیتلاف_پرحکومت_دسیاسی_دباؤنودزیاتولوپه_خاطرجوړشوی_دی
دافغانستان دسیاسی چارو یوه کارپوه اوتکړه شناندی صدیق ا...توحیدی پرون مازدیګر په کابل کې دمونږ له خبریال سره په خبرو کې ووئیل د افغانستان د نجات دلوړې شورا ائیتلاف غړو وئیلی دی ، چې دافغانستان دنظام دنسکورولو نیّت نه لری ،بلکې دکابل حکومت اونظام په اصلاح پسې دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 01, 2017 01:00 Asia/Kabul
  • دافغانستان دنجات ائیتلاف پرحکومت دسیاسی دباؤنودزیاتولوپه خاطرجوړشوی دی

دافغانستان دسیاسی چارو یوه کارپوه اوتکړه شناندی صدیق ا...توحیدی پرون مازدیګر په کابل کې دمونږ له خبریال سره په خبرو کې ووئیل د افغانستان د نجات دلوړې شورا ائیتلاف غړو وئیلی دی ، چې دافغانستان دنظام دنسکورولو نیّت نه لری ،بلکې دکابل حکومت اونظام په اصلاح پسې دی .

دافغانستان دغه تکړه  خبریال  په دې باب چې  د دغه ائیتلاف  له غړو غوښتل شوی دی ،   په پیل کې  له حکومتی څوکیو څنګة شی  اوبیا  د دغه ائیتلاف غړیتوب  غوره کړی ، زیاته کړې ، داسې نه ښکاری   چې دغه چاره  سر ته ورسیږی .

  هغه دغه راز ووئیل دا خطره شته چې که  دغه کسان  خپلې حکومتی څوکۍ پریږدی ،نو ممکنه ده  دهغوی دسیاسی فعالیتونو لپاره  ډګر لازیات تنګ شی .

 صدیق ا... توحیدی  ووئیل  له  دې ورتیر ،   افغانستان   له هغو ترهه ګرو ډلو سره   په جنګ بوخت دی   چې  دغه هیواد ،حکومت او درستې سیاسی ډلې ټپلې ګواښی  ،له دې امله  نوی ائیتلاف  به د لازیاتو سختو سیاسی اوپوځی  کشمکشونو په ډګر د افغانستان  دبدلولو لپاره  هڅه وی .