دافغانستان دحزب اسلامی مشر حکمتیار په جنګ جګړو پسې دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i55447-دافغانستان_دحزب_اسلامی_مشر_حکمتیار_په_جنګ_جګړو_پسې_دی
ځینی هیوادونه په دې پسې دی چې په افغانستان کې قومی اومذهبی جنګونه رامینځةشی او له حکمتیاره هم په همدې خاطر استفاده وکړی ،خو د دغه هیواد ولس له تیرو جنګونو ډیرې تراخې تجروبې ترلاسه کړی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2017 10:17 Asia/Kabul
  • دافغانستان دحزب اسلامی مشر حکمتیار په جنګ جګړو پسې دی

ځینی هیوادونه په دې پسې دی چې په افغانستان کې قومی اومذهبی جنګونه رامینځةشی او له حکمتیاره هم په همدې خاطر استفاده وکړی ،خو د دغه هیواد ولس له تیرو جنګونو ډیرې تراخې تجروبې ترلاسه کړی دی

 دافغانستان دچارو  یوه کارپوه  صدیق ا.... توحیدی  نن په کابل کې زمونږ له خبریال سره په خبرو کې  ووئیل ،ګلبدین حکمتیار  په افغانستان کې د سولې  دټینګیدو او دجنګ دختمیدو غوښتونکی نه دی .

 هغه زیاته کړې ،  ګلبدین حکمتیار  په افغانستان کې  په جنګ  جګړو  کې او دغه راز د عامو خلکو  د وژلو په مخنیوی کې   هیڅ ډول بدلون  نه دی راوستی  او یا نه غواړی دغه شخړې ختمې شی .

 دافغانستان  دسیاسی چارو  دغه کارپوه  روښانه کړې  ځینی هیوادونه په دې پسې دی چې  په افغانستان کې قومی اومذهبی جنګونه  رامینځةشی  او له حکمتیاره  هم په همدې خاطر استفاده وکړی ،خو د دغه هیواد  ولس له تیرو جنګونو ډیرې تراخې تجروبې ترلاسه کړی دی  او په یاد ئې دی  ددې په ترڅ کې چې  افغانستان کې  مذهبی جنګونه نشته ، د اویایمې لسیزې جنګونه هم  مذهبی جنګونه نه وو،بلکې   دیوشمیر  هغو  قدرت غواړو ګوندونو  جنګونه وو چې  دسیمې دځینو هیوادونو په وسیله ئې ملاتړ کید.