دامریکا دفاع وزیر او دناټو مشر کابل ته رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i56841-دامریکا_دفاع_وزیر_او_دناټو_مشر_کابل_ته_رسیدلی
ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس دناټو له مشر ینس اسټولټنبرګ سره یوځاې ناڅاپه کابل ته ورغی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 27, 2017 13:35 Asia/Kabul
  • تکفیري ترهګرې ډلې په سیمه کښې د امریکا د سیاستونو نتیجه او زیږنده ده .
    تکفیري ترهګرې ډلې په سیمه کښې د امریکا د سیاستونو نتیجه او زیږنده ده .

ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس دناټو له مشر ینس اسټولټنبرګ سره یوځاې ناڅاپه کابل ته ورغی .

دامریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس هندوستان ته له یوه (۱)ورځنی سفر وروسته نن د ناټو له مشر ینس اسټولټنبرګ سره یوځاې کابل ته تللی دی .

جیمز ماټیس دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابینې لومړنی (۱)غړی دی چې په افغانستان کښې د عسکرو د شمیر د زیاتولو په هکله د واشنګټن دنوی ستراتژۍ له اعلان وروسته کابل ته سفر کوی .

دامریکا دفاع  وزیر به افغانستان ته په سفر کښې دخپل هیواد  دعسکرو له قوماندان او دکابل له حکومتی چارواکو سره کتنې او خبرې وکړی .

دامریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس چې وړمه ورځ هند ته تللی وو د هندوستان له دفاع وزیر سره په  ګډ خبری کانفرنس کښې په سیمه کښې د ترهګرو او دهغوې د پټنځایونو په له منیځه وړل کیدا ټینګار کړی وو .

دامریکا د ایف شپاړس جنګی  الوتکو پلورل ،او له افغانستان سره د هند ملګرتیا د امریکا او دهندوستان ددفاع وزیرانو د خبرو ترټولو مهمې موضوګانې وې .

د ترهګرو ډلو د له مینځه وړلو په اړه دامریکا ددفاع وزیر جیمز ماټیس څرګندونې په داسې حال کښې دی چې تکفیری ترهګرې ډلې په سیمه کښې د امریکا د سیاستونو نتیجه او زیږنده ده .