دافغانستان په اورګانونو کې دفساد دوام دجنګ او ناکراریو دپراختیا لامل دی
دشفافیّت نړیوالې ادارې پخپل وروستی راپورکې دنړۍ دفساد لیسټ خپور کړی ،چې افغانستان پکې په پنځلس امتیازونو سره په اتم لمبر دی . افغانستان په ۲۰۱۵کال کې په یولسو امتیازونو سره دنړۍ دفساګرو هیوادونو په څلورمې لیکه کې ؤ .
زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس راپورورکړی دافغانستان دبشری حقوقو کمیشن مشرې میرمن سیماثمر نن په کابل کې : له فساد سره دمبارزې او دبشری حقوقو ملی کنفرانس :نومې سیمنار کې ووئیل په دغه هیواد کې دسولې اوثبات ټینګیدا دفساد دجرړو وچولو ته اړتیا لری .
میرمن سیما ثمر زیاته کړې ، له فساد سره مبارزه کومه یو ه ورځنۍ یا یو کلنه مبارزه نه ده ،بلکې ملی هوډ او ارادې ته اړتیا لری .
له دې مخکې هم دافغانستان ولسمشر اشرف غنی فساد د دغه هیواد یوه اصلی ستونزه بللې چې افغانستان په جدی توګه ګواښی .
دشفافیّت نړیوالې ادارې پخپل وروستی راپورکې دنړۍ دفساد لیسټ خپور کړی ،چې افغانستان پکې په پنځلس امتیازونو سره په اتم لمبر دی .
افغانستان په ۲۰۱۵کال کې په یولسو امتیازونو سره دنړۍ دفساګرو هیوادونو په څلورمې لیکه کې ؤ .