۱۱۸ افغان چارواکي د فساد په تور مجازات شول
Feb 26, 2018 09:25 Asia/Kabul
د افغانستان لوې څارنوالۍ په دغه هیواد کښې د فساد په تړاؤ د ۱۱۸ حکومتي چارواکو او مامورانو د سزا کیدو خبر ورکړ.
د ایرنا د رپورټ له مخې د افغانستان لوې څارنوالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې په تیر یو کال کښې په فساد پورې اړوند ۱ زر ۵۲۶ دوسیې وڅیړل شوې چې پکښې ۱۱۸ تنه حکومتي چارواکي او ماموران په سزا محکوم شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې ۵۴ تنه افغان پوځي او غیرپوځي چارواکي ممنوع الخروج شوي او باید یو میلیارډ افغانۍ چې کابو ۵۰ میلیون ډالر کیږي، د حکومت خزانې ته ورکړي.
د روڼتیا نړیوالې ادارې هم چې مرکز یې په پاریس کښې دی، افغانستان د نړۍ څلورم فاسد هیواد بللی دی.
ټیګونه